د افغانستان برښنا شرکت اړوند د ۲۰ قلمه کېبل او ۴۸ قلمه ټرانسفارمر او تجهيزاتو پروژې افر پرانیسته وشوه

د افغانستان برښنا شرکت اړوند د ۲۰ قلمه کېبل او ۴۸ قلمه ټرانسفارمر او تجهيزاتو پروژې افر پرانیسته وشوه
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برښنا شرکت اړوند ۲۰ قلمه کېبل او ۴۸ قلمه ټرانسفارمر، بيلابيلو تجهيزاتو او ۵ اصله پايو افر پرانيسته د داوطلبو شرکتونو د استازو او افر پرانيستې پلاوي په حضور کې ترسره کړه.
دا غونډه چې نن سه شنبه(صفر المظفر۹مه/ زمري ۲۳مه) د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او د شرکتونو له استازو يې وغوښتل چې د پروژو په تطبيق کې صداقت، اخلاص او ايمانداري په نظر کې ونيسي.
د ملي تدارکاتو رئيس همدا راز زياته کړه چې اسلامي امارت په پام کې لري چې پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې زمينه برابره کړي او افغانستان په خپلو پښو ودروي.
د ملي تدارکاتو رياست مسؤولين هڅه کوي چې د پروژو افر پرانيستې په شفاف او عادلانه توګه ترسره کړي، ترڅو په دې برخه کې د چا حق ضايع نشي.