يو باب اپارتمان د اصلي څښتن شرعي وکیل ته وسپارل شو

يو باب اپارتمان د اصلي څښتن شرعي وکیل ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له لوري نن شنبه (صفرالمظفر شپږمه/زمري۲۰مه) د کابل ښار اریا ښارګوټي دویم فاز کې یو باب اپارتمان له هر اړخیزې څیړنې وروسته د اصلي څښتن شرعي وکیل ته وسپارل شو.

د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول سیف الرحمن خالد وویل ددې اپارتمان څښتن له هېواد څخه بهر ژوند کوي او دا اپارتمان له غصب څخه د مخنیوي په موخه مهر لاک شوی و؛ چې نن د لسمې ناحیې د ګذر وکیل او نورو مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک شرعي وکیل ته وسپارل شو.

احمد شکیب د الهام الدین زوی د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست څخه د کور سپارلو له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو سره په همغږۍ تر اوسه لسګونه کورونه خپل اصلي مالکانو ته سپارلي دي.