د افغانستان برېښنا شرکت ۷۸ قلمه پرزه جاتو او فلټربابو پروژې افر پرانيسته وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت ۷۸ قلمه پرزه جاتو او فلټربابو پروژې افر پرانيسته وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت د اړتيا وړ ۷۸ قلمه پرزه جاتو، فلټربابو او جنراتورونو پروژه د افرپرانيستې پلاوي په ګډون او د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې د دغه ادارې په تالار کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن شنبه (صفر المظفر ۶مه/زمري ۲۰مه) ترسره شوه، په کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د شرکتونو د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې په خپلو فعاليتونو کې دنيا او اخرت په نظر کې ولري او خپل هيواد ته خدمت وکړي.

د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال وويل چې د پروژو پلي کولو پرمهال صداقت او اخلاص په سوداګري کې د خير او برکت باعث کيږي، همدا راز نيت په عمل پورې تړاو لري او د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره اړتيا ده چې خپل نيتونه اصلاح کړو.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.