د چارو دارې لوی ریاست او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو دارې لوی ریاست او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغه غونډه چې نن چهارشنبه صفرالمظفر ۳مه/زمري۱۷مه د ارګ سلام خانې ماڼې کې جوړه شوه پکې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر رئیس داکتر ملا عبدالواسع خادم، د چارو ادارې لوی ریاست معاونینو مولوي سیف الدین تائب او قاري عبدالولي صدیقي، د وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر رئیسانو او د چارو ادارې لوی ریاست رئيسانو هم ګډون کړی و.

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام معاون مولوي سیف الدین تائب ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې دا غونډه د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي ادارو او وزارتونو تر منځ د رالېږل کېدونکو مکتوبونو، نواقصو، طرحو او طرزالعملونو د ستونزو حل په موخه جوړه شوې ده.

دې غونډه کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر رئيس داکتر ملا عبدالواسع خادم وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په ليږ وخت ډېر پرمختګ کړی چې دوستان او دښمنان پرې اعتراف کوي.

ښاغلي خادم زیاته کړه؛ د چارو ادارې لوی ریاست یو له مرکزي بنسټونو څخه دی چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د ریاست الوزراء عالي مقام احکام، فرامین او هدایتونه له همدې ځای څخه نورو امارتي ادارو ته تکثیر کېږي او ټولو ته اړتیا ده چې هر اړخیزه همکاري ولري.

له بلې خوا د چارو ادارې مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي وویل دغه اداره د امارتي ادارو تر منځ د پل حیثیت لري له همدې وجې اړتیا ده چې د سندونو او طرزالعملونو طی مراحل کېدو کې له شخصي غوښتنو تیر شو تر څو نظام ته صدمه ونه رسېږي.

د غونډې پای کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زیربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن ددې ادارې کاري ساحه ګډونوالو ته تشریح کړه او همدارنګه ددې ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو رئیس مولوي محمد صادق عاکف د امارتي وزارتونو او ادارو معینانو او رئیسانو ته په مکتوبونو، طرحو او طرزالعملونو په برخه کې د عمده نواقصو د حل په موخه پرزنتیشن وړاندې کړ.

دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.