د کابینې درېيمه غونډه: د امو سيند سواحلو استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه
د کابینې درېيمه غونډه؛ د امو سيند سواحلو استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې درېيمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۱۵مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي او د سيند غاړو د تخريب مخه ونيسي.
همدا راز په غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور تائید شو، ځینې ادارات تشويق شول او ځينو ته سپارښتنې وشوې چې په دغه برخه کې له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.
د کابينې په دې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راګرځولو په اړه هم یو پلاوی وټاکل شو، تر څو په دې اړه ښه تحقیق وکړي او وروستی راپور د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.