د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس د پروان والي سره وليدل

د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس د پروان والي سره وليدل

د ښارواليو چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د چاریکارو ښاروال او د پروان ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو د ښاروالۍ د فعالیتونو د ښه والي په موخه د پروان ولایت له والي الحاج مولوي قدرت الله امیني سره وکتل.

دغه غونډه نن دوشنبه(صفرالمظفر لومړی/ زمري ۱۵مه) د پروان ولایت مقام کې جوړه شوه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس د ولايتي ادارې له مسؤولينو وغوښتل چې ولايتي ښاروالۍ له مسؤولينو سره همکاري وکړي، ترڅو ښاروالۍ وکولای شي خلکو ته په ښه توګه خدمات برابر کړي.
بل لور ته د پروان والي مولوي قدرت الله امیني د ښاغلي اخندزاده له ورتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې هېواد د اولادونو په قربانیو سره اسلامي نظام قایم شوی دی، د هېواد ټول پلان او برخليک زمونږ په لاس کې دی او د خارجیانو په همکارۍ هېواد نه ابادېږي؛ اړتیا ده چې خپل هېواد خپله اباد کړو.

په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو عمومي ریاست مشاور نورالله حقمل د پرزنټیشن له لارې ګډونوالو ته ددې ریاست د کاري ساحې، خلکو او ادارو سره د ښاروالیو د همکارۍ، ښاري حکومتدارۍ، د عوایدو راټولول، لګښتونو، پراختیایي پروګرامونو او د ښاروالیو اړوند موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مولوي محمد اسحاق اخندزاده ډاډ ورکړ چې د ښاروالیو د ستونزو حل په موخه یې نظرونه او وړاندیزونه د منلو وړ دي او د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست ته د اهمیت وړ دي.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.