د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار څلور ناحيو له علماء کرامو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار څلور ناحيو له علماء کرامو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست، د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار لومړۍ، دوهمې، اتمې او نهمې ناحيو له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن دوشنبه (صفرالمظفر لومړۍ/ زمري ۱۵مه) د چارو ادارې لوی رياست کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس له مقدماتي وينا وروسته د يادو ناحيو علماء کرامو خپلې ستونزې شريکې کړې.

د يادو ناحيو علماء کرامو په دې ناحيو کې د امامانو معاشاتو کمښت، په جوماتونو کې د اوبو نشتوالي، د کثافاتو زياتوالی، د ښځينه مدرسو نشتون، د مدرسو او جوماتونو ستونزو ته رسېدنه او په حج کې د معلمينو په توګه د کابل ښار د ملا امامانو د ونډې کمښت د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د علماء کرامو ستونزې او مشکلات په غور سره واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او مشکلات به يې له اړوندو ادارو سره شريک کړي او د معاشونو په برخه کې يې وويل چې دا ستونزه به په نږدې راتلونکي کې حل شي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.