د معیاري‌صادراتو د پروسس زون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د معیاري‌صادراتو د پروسس زون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد په مشرۍ د معیاري صادراتو پروسس زون جوړولو په موخه د ټولګټو وزارت پخوانۍ ودانۍ کې د وسایلو او وسایطو قيمت ګذارۍ او انتقال په موخه غونډه وشوه.

دغه غونډه نن سه شنبه (محرم الحرام ۲۴مه/ زمري ۹مه) جوړه شوې وه، چې پکې د مالیې، ټولګټو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و او ښاغلي خالد د معیاري صادراتو د پروسس زون په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې د موضوع په اړه له هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه ترڅو د اړوندو ادارو استازو څخه یو ګډ پلاوی جوړ شي او د ټولګټو وزارت پخوانۍ ودانۍ قیمت، وسایلو او وسایطو په اړه دې خپل وړاندیزونه چمتو کړي، ترڅو د تائیدۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.

دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.