د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کونړ له قومي مشرانو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کونړ له قومي مشرانو سره وليدل

د چاورو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کونړ ولايت له قومي مشرانو او مخورو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (محرم الحرم۲۳مه/زمري ۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، د چارو ادارې لوی رياست د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی دفتر دی او له دې لارې د مشرتابه مقام ته د امارتي ادارو او ولس ستونزې د حل لپاره وړاندې کيږي.

په غونډه کې د کونړ ولايت قومي مشرانو په نوبت سره خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې د کلنيکونو، ښوونځيو د ودانيو او په ښوونځيو کې د استادانو کمښت د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او د دې ترڅنګ يې د کونړ په سيند د بندونو، د سمنټو، نجارۍ او د کاغذ توليد د فابريکو او د سرکونو جوړولو غوښتنه وکړه.

همدا راز د ياد ولايت استازو، د درمليزو بوټو او ځنګلي لرګیو قاچاق، د نامسؤولو اشخاصو له لوري په غير مسلکي توګه د کانونو د کېندنې او استخراج بندولو غوښتنه وکړه.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کونړ قومي مشرانو انديښنې او ستونزې په ځای وبللې او ويې ويل چې افغانستان تازه له جګړو راوتلی، هرڅه وران دي خو په وينا يې چې اسلامي امارت په پوره توګه د ولس ستونزې درک کړي او له وخت سره به بندونه، سرکونه، ښوونځي، کلنيکونه جوړ کړي او د ولس نورو ستونزو ته به د حل لارې ولټوي.
همدا راز يې د ياد ولايت استازو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له مسؤولو مقاماتو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.