د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو نصبولو قرارداد لاسلیک شو

د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو نصبولو قرارداد لاسلیک شو

د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو د نصب د قرارداد لاسلیک په موخه نن(د محرم الحرام ۲۰مه زمري ۶مه) غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د مالیې وزارت معینانو، د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو او قراردادي شرکت استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد د یادې پروژې په اړه خپل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دې سکنرونو په نصب سره به د هېواد په صادراتو او وارداتو کې شفافیت رامنځته شي.

ښاغلي خالد زیاته کړه د دې پروژې تطبیق سره به مالیتي تیښتې څخه مخنیوي وشي او د هېواد په عوایدو کې به زیاتوالی رامنځته شي.

له بلې خوا د مالیې وزارت د پلان او پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد کې د دې سکنرونو نصب سره به د ممنوعه توکو د قاچاق مخنیوي وشي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په ګمرکونو کې د سکنرونو نصب پروژه د ۸ میلیارده افغانیو په بدل کې د ۱۳ کالو لپاره د مالیې وزارت او زبیر منصور خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.