یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له لوري نن چهارشنبه (محرم الحرام ۱۸مه/ زمري ۳مه) یو باب اپارتمان چې د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند افشار سیمه کې موقعيت لري؛ خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسکوني او غیر مسکوني منازلو د څېړنې مدیر مولوي لعل محمد برهاني وویل چې د دې ریاست په هڅو یو باب اپارتمان له غصب څخه د مخنیوي په موخه مهر و لاک شوی و او څښتن يې له هېواده بهر و چې هېواد ته له راستنېدو وروسته خپل کور ورته وسپارل شو.
محمد صفا کریمي د عبدالکریم زوی چې د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی او د اپارتمان مالک دی، د خپل کور ورسپارل کېدو له امله یې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ تر اوسه له ۱۴۰ کورونو او اپارتمانونو ډېر خپل اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.