د ستانکزي مېنې څلور لارې څخه د بګراميو تر سرک پورې د نښلوونکي سرک پروژې افر پرانيسته وشوه

د ستانکزي مېنې څلور لارې څخه د بګراميو تر سرک پورې د نښلوونکي سرک پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند د ستانکزي مېنې له څلور لارې څخه د بګراميو تر سرک پورې د نښلوونکي سرک پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبانو او افر پرانيستې پلاوي په وړاندې ترسره کړه.

د افر پرانيستې دغه غونډه چې نن چهارشنبه(محرم الحرام ۱۸مه/ زمري۳مه) جوړه شوې وه؛ په کې د ملي تدارکاتو رياست د محروميت کمېټې امر مولوي محمدنبي حماد وويل چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د پروژو کار په ښه ډول او شفافه توګه ترسره کړي.

ښاغلي حماد زياته کړه؛ افغانستان زموږ ګډ کور دی، نو اړتيا ده چې خپل هيواد له يو بل سره په ګډو همکاريو جوړ کړو او همدا راز يې ډاډ ورکړ چې د ملي تدارکاتو رياست د ټولو هغو شرکتونو ستونزو ته رسيدنه کوي چې په داوطلبيو کې ګډون کوي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.