کندز کې د غصب او ځنګلونو د قطع کولو مخنيوي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

کندز کې د غصب او ځنګلونو د قطع کولو مخنيوي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې د کرنيزو او ځنګلي ساحو غصب او د ځنګلونو د قطع کولو مخنيوي په اړه له اړوندو ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (محرم الحرم ۱۵مه/ چنګاښ۳۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د کورنيو چارو، ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارتونو او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو په کې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د يادې موضوع په اړه چې په دې وروستيو کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ پلاوي کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ ته سفر کړی و او هغه سيمه يې له نږدې ليدلې وه؛ د اړوندو ادارو استازو سره يې د موضوع په اړه ګزارش د حل او پرېکړې په موخه شريک کړ.

په دې غونډه کې د يادې سيمې د ځنګلونو د قطع کولو او کرنيزو ځمکو د غصب مخنيوي په موخه د امام صاحب ولسوالۍ صفري نقطې څخه د خلکو د ويستلو او هغوی ته د بديل ځای ټاکلو په اړه ګډونوالو خپل نظريات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې ټاکلی هیئت به د نظرياتو له توحيد وروسته موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.