د چارو ادارې لوی رئيس: پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د اسلامي امارت هدف دی

د چارو ادارې لوی رئيس: پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د اسلامي امارت هدف دی

د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست له لوري د (۲۵) بودجوي واحدونو له معینانو سره د غير مالياتي عوايدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن يکشنبه(محرم الحرام۱۵مه/چنګاښ ۳۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د ملي اقتصاد رئيس او د يو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو مالي او اداري معينانو او استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس پخپلو خبرو کې وويل چې اسلامي شريعت دې ته ارزښت ورکوي چې حاکمان د خپل رعيت له حال څخه ځان خبر کړي او اسلامي امارت هم په همدې اساس هڅه کوي چې د ولس هغه اړتياوې چې نظام پورې تړلي دي؛ پوره کړي.

نوموړي زياته کړه چې اسلامي امارت هوډ لري چې له خپلو داخلي امکاناتو او سرچينو نه په استفاده د هېواد ستونزې او مشکلات حل کړي، پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د اسلامي امارت هدف دی او دې هدف ته د رسېدلو لپاره هڅې روانې دي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې پخوانيو جنګونو او مشکلاتو په هېواد کې کونډې، يتيمان او مهاجرين زيات کړي دي او دا هغه څه دي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې يې د نورو هېوادونو په پرتله زياتې کړي دي، خو اسلامي امارت د دې ټولو ستونزو حل ته ژمن دی.

په دې غونډه کې د ماليې وزارت د مسؤولينو له لوري د عايداتي فرصتونو او سرچينو په اړه معلومات وړاندې شول او د عوايدو د لا زياتوالي په موخه يې د ادارو استازو او مسؤولينو سره خپلې طرحې او وړانديزونه شريک کړل.

په پای کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل چې اسلامي امارت د حکومتولۍ د لا پياوړتيا هڅې کوي ترڅو د ولس ستونزې حل او په هره برخه کې د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر له هوساينې څخه برخمن شي.

نوموړي وويل چې تر دې وړاندې د افغانستان بودجه په بهرنيو مرستو جوړېده خو په وينا يې چې اوس له خپلو داخلي عوايدو څخه جوړيږي او اسلامي امارت په دې هڅه کې دی ترڅو افغانستان وارداتي هېواد نه مګر يو صادراتي او صنعتي هېواد واوسي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوه، د خير په دعا پای ته ورسېده.