د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي سیسټم د تطبیق څرنګوالي په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي سیسټم د تطبیق څرنګوالي په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست له لوري د الکترونیکي تدارکاتو سیسټم د تطبیق څرنګوالي روزنیزپروګرام چې د هېواد بېلابېلو تدارکاتي ادارو لپاره جوړ شوی و؛ پای ته ورسېد.
دغه غونډه نن چهارشنبه (محرم الحرام۱۱مه/ چنګاښ ۲۷مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ملي تدارکاتو رياست مرستیال شیخ عبدالرحیم رحیمي د ګډونوالو له ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده چې خپل معنوي او مادي وړتیا پياوړې کړو او مکلف یو چې تدارکاتي فعالیتونو کې د اسانتیا برابرولو لپاره د ملي تدارکاتو الکترونیکي سیسټم څخه کار واخلو.
په دې پروګرام کې د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي پیاوړتیا سیستم یو تن مسؤول زیور خان نیازي د الکترونیکي تدارکاتو سیستم د تطبیق څرنګوالي او په امارتي ادارو کې یې د تطبیق په اړه پرزنټیشن وړاندې کړ او ویې ویل چې یاد سیسټم د هېواد شرایطو ته په کتو د ملي تدارکاتو ریاست مسؤولینو له لوري ترتیب شوی دی.
دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام چې د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي تدارکاتو سیسټم پياوړتیا آمریت له لوري جوړ شوی و، پکې له ۲۸ ادارو څخه ۵۰ تنو تدارکاتي کارکوونکي روزنه ترلاسه کړه.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.