د مرکز او ولاياتو سب سټېشنونو د ساتنې او څارنې ريزرفي توکو د تدارک پروژې افر پرانيسته وشوه

د مرکز او ولاياتو سب سټېشنونو د ساتنې او څارنې ريزرفي توکو د تدارک پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د مرکز او ولاياتو د سب سټېشنونو د ساتنې او څارنې د ريزرفي توکو د تدارک پروژې افر پرانيستې غونډه د افر پرانيستې پلاوي او د داوطلب شرکتونو استازو په حضور کې تر سره شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (محرم الحرام ۹مه/ چنګاښ ۲۵مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ويل هغه سوداګر چې رښتينی او امين وي؛ د قيامت په ورځ به يې له انبياء، شهداء او صالحينو سره حشر وي.

همدا راز يې زياته کړه، د حلال مال تر لاسه کولو لپاره بايد د شريعت اصولو ته پام وکړو او خپله راکړه ورکړه مو د اسلام له اصولو سره سمه وي او بايد خپل هيواد په خپله آباد کړو.

ښاغلي منصور د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې افر پرانيستې پروژې په شفاف ډول ترسره کيږي، د بيت المال حق به په کې نه ضايع کيږي، موږ که په دې مسؤوليت کې يوه ورځ او يا هم کلونه يو؛ نظام ته به کار کوو.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.