د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د نورستان له قومي مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د نورستان له قومي مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ د ارنس ژنچيګل، جمامش او همشوز درو له استازو سره په دغه سیمه کې د نوې ولسوالۍ د ايجاد په اړه وليدل.

دا غونډه نن پنجشنبه (محرم الحرام ۵مه/چنګاښ ۲۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې تر سره شوه، د يادو درو استازو د نوې ولسوالۍ د ايجاد او اړتيا په اړه خپلې ستونزې او انديښنې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس سره شريکې کړې.
د يادو درو استازو زياته کړه؛ کومه نوې ولسوالۍ چې د وایګل په نامه جوړيږي؛ په داسې ځای کې دې جوړه شي چې د ټولو يادو درو او قومونو ستونزې او مشکلات په کې حل شي.

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ارنس ژنچيګل، جمامش او همشوز درو استازو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به هم په داسې ځای کې نوې ولسوالي ايجاد کړي چې د ټولو ولسونو او قومونو ستونزې او غوښتنې په نظر کې ونيسي او زياته يې کړه چې د چارو ادارې لوی رياست به ياده ستونزه له کورنيو چارو وزارت سره شريکه کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه؛ د خير په دعا پای ته ورسېده.