د ملي تدارکاتو رئيس: د پروژو په پلي کولو کې اخلاص او همکارۍ په پام کې ولرئ

د ملي تدارکاتو رئيس: د پروژو په پلي کولو کې اخلاص او همکارۍ په پام کې ولرئ

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس مولوی عبدالباقي منصور په مشرۍ د ملي دفاع وزارت، د ملي تدارکاتو مسؤولينو او د افغان ګلوبل شرکت د استازو تر منځ د 180 امنيتي کامرو د قراردادونو په تطبیق کې د اسانتيا برابرولو غونډه وشوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه (محرم الحرام۴مه/ چنګاښ۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په دفتر کې جوړه شوې وه چې د ملي تدارکاتو رئيس د ملي دفاع وزارت د 180 پايو ثابتو او متحرکو امنیتي کامرو قراردادونو د تدارک په اړه خبرې وکړې او د دغې پروژې د پلي کېدو د ځنډ په اړه يې د وضاحت غوښتنه وکړه.

د ملي تدارکاتو رياست د څارنې ټيم د يادې پروژې د پلي کېدو د ځنډ او ستونزو په اړه خپل ګزارش او موندنې چې ياده پروژه يې له نږدې څېړلې وه، شريکې کړې او د موضوع اړوند يې خپل نظريات وړاندې کړل.

همدارنګه په دغې غونډه کې د ملي دفاع وزارت استازو او د افغان ګلوبل شرکت د يادې پروژې د پلي کولو او اسانتيا برابرولو اړوند خپلو نظرونو او وړانديزونو په وړاندې کولو سربېره د ملي تدارکاتو رياست څخه د پروژې د بشپړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي شول.

د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور، د ملي دفاع وزارت او د افغان ګلوبل شرکت استازو نظرونه او ستونزې واورېدې او ويې ويل چې د ملي دفاع وزارت د 180 امنيتي کامرو د قرارداد د پلي کېدو او اسانتيا برابرولو اړوند به د دواړو لوریو سندونو او دلایلو په پام کې نیولو سره به پرېکړه وشي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وه د خير په دعا پای ته ورسېده.