د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار چهاردهي سيمې له قومي مشرانو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار چهاردهي سيمې له قومي مشرانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار د چهاردهي سيمې له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن چهارشنبه (محرم الحرام ۴مه/چنګاښ۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري ګډون والو ته د هرکلي تر څنګ زياته کړه تر اوسه د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس له ملت سره ۱۰۲ غونډې کړي او د هغوی ستونزې يې اورېدلي دي.

د چهاردهي سيمې استازو په خپلو خبرو کې د ښوونځيو، کلينيک، برېښنا، سرکونو، د هديرې ځمکې نه شتون او د کابل سيند استنادي ديوالونو نه رغېدل يې له اساسي ستونزو څخه ياد کړل او د شېر چشمې د اوبو مسير بدلولو، مخدره توکو د سوداګرو مخنيوی او د څښاک پاکو اوبو منابع جوړولو غوښتنې يې وکړې.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د چهاردهي علماء کرامو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به يې له اړوندو مسؤولينو سره شريک کړي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت ژمن دی چې د ولسونو ستونزې په غور سره واوري او وړانديزونو ته يې رسېدنه وکړي.

همدا راز ښاغلي ناصح وويل، اسلامي امارت ته له پخوا څخه زياتې ستونزې او مشکلات پاتې دي او په هېواد کې تر دې وړاندې کوم اساسي کارونه نه دي شوي، خو اسلامي امارت د هېواد په کچه سترې پروژې پيل کړي دي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.