د کابينې لومړۍ غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل- کندهار لويې لارې په اړه بحث وشو

د کابينې لومړۍ غونډه؛ د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ او کابل- کندهار لويې لارې په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لومړۍ غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۱۸مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم د اقينې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلو متره ځمکې د استملاک په اړه بحث وشو او يو پلاوی وټاکل شو، ترڅو د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅيړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کابل- کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دوهم سرک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايله دې يې د رياست الوزراء مقام سره شريکه کړي، ترڅو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.