د کندز ولایت ځنګلي ساحو کې د ځمکو د غصب مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د کندز ولایت ځنګلي ساحو کې د ځمکو د غصب مخنیوي په موخه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست په مشرۍ د کورنیو چارو، ملي دفاع، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو بيا رغونې او پراختیا وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د استازو ترمنځ د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګلونو غصب او قطع کېدو ستونزې ته د رسېدنې په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه نن چهارشنبه (ذوالحجه ۲۶مه/ سرطان ۱۳مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د یادو ادارو استازو د موضوع اړوند خپل وړاندیزونه شریک کړل او د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د غصب شویو ساحو او ځنګلونو د قطع کېدو په اړه يې د مسؤلینو همکاري او همغږي مهمه وبلله.
د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئیس مولوي محمد حنان حقاني وویل چې د پخواني پلاوي موندنو په پام کې نیولو سره دې غصب شویو ساحو او د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګلونو ستونزه دې په ښه توګه وڅېړل شي، ترڅو يې په اړه اړینې پرېکړې وشي.
په پای کې د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو رئيس پریکړه وکړه چې د یادې موضوع د حل په موخه دې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ یو پلاوی کندز ولایت ته سفر وکړي، ستونزې دې له نږدې وڅاري او پایلې دې د وروستي تصمیم لپاره د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.