د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د اوبو رسونې اتحاديو له استازو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د اوبو رسونې اتحاديو له استازو سره وکتل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د څښاک اوبو رسونې اتحاديو او شرکتونو له استازو سره د هغوی د خدماتو په برخه کې شته ستونزو د حل په موخه وکتل.
دغه غونډه نن چهارشنبه (ذوالحجه ۵مه/غبرګولي ۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال انجينر نورمحمد حيدري د اوبو رسونې اتحاديو او شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل چې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ ياد رياست د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د ستونزو حل په اړه لسګونه غونډې کړي دي.
د اوبو رسونې اتحاديو او شرکتونو استازو د اجنډا له مخې په خپل وار سره خبرې وکړې او د اوبو د کمښت ستونزې حل په اړه يې يو لړ نظرونه، طرحې او وړانديزونه وړاندې کړل او ويې ويل چې د دې لپاره چې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي، ولس، امارت او خصوصي سکټور بايد په ګډه کار وکړي.
يادو استازو د کابل له ښاره د باندې په ټانکرونو کې د اوبو لېږد، د کانکرېټونو او قيرکارۍ له امله د اوبو نه جذبېدل، له ښاره بهر د خلکو له اړتيا زياتو ژورو څاګانو کېندل د اوبو د کمښت اساسي لاملونه ياد کړل.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د اوبو رسونې اتحاديو او شرکتونو استازو ستونزې، نظرونه او طرحې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤلين د ولس ترڅنګ ولاړ دي او په ګډه به يې ستونزې حل کوي، نوموړي د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه جدي ده او په دې اړه به ستاسو غوښتنې او وړانديزونه د حل لپاره د اسلامي امارت له عالي مقاماتو سره شريک کړل شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.