د کابينې درويشتمه غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق پرېکړه وشوه

د کابينې درويشتمه غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق پرېکړه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې درويشتمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «ذی الحجې ۳مه/ غبرګولي ۲۱مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وشوه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه؛ ترڅو د ماسټر پلان د تطبيق په برخه کې خپلې چارې او مسؤليتونه ترسره کړي.

همدا راز کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې چې د کومو ولسواليو د مرکزونو د تعين او تغير پرېکړه کيږي، بايد ټول هغه ارګانونه چې په تغير شويو ولسواليو کې اداري واحدونه ولري؛ په پلاوي کې شريک کړل شي او وروسته په ګډه پرېکړه وشي.

په دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسواليو په اړه د پوهنې، عامې روغتيا، ټولګټو چارو، کليو پراختيا او بيا رغونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو او کورنيو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او په ښه توګه خدمات ورته وړاندې کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.