ملي تدارکاتو رياست د دوه پروژو افر پرانيسته وکړه

ملي تدارکاتو رياست د دوه پروژو افر پرانيسته وکړه
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د کابل- لوګر لويې لارې له (بيني حصار) څخه تر ستانکزي څلور لارې پورې او د قيصار- لامان ۲۵ کيلو متره سرک پنځم سکشن پروژې افرونو پرانيستې دوه بېلابېلې غونډې د داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړې.
دا غونډه چې نن دوشنبه (ذوالحجه ۳مه/ غبرګولي ۲۱مه) د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د داوطلبۍ پلاوي د شرکتونو استازو ته د داوطلبۍ د سندونو طی مراحل په اړه معلومات ورکړل.
همدا راز د افر پرانيستې پلاوي وويل چې د داوطلبۍ او افرونو په پروسه کې د شرکتوتو سندونه د تدارکاتو د اصولو او شرايطو په پام کې نيولو سره په شفافه توګه ارزول کيږي.
په ورته وخت کې د شرکتونو استازو د موضوع په اړه خپلې پوښتنې وړاندې کړې چې د افر پرانيستې پلاوي له لوري ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.
دا دواړه غونډې چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وې، د خير په دعا پای ته ورسېدې.