د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د طبي توکو او درملو اتحاديو له استازو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ د طبي توکو او درملو اتحاديو له استازو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د طبي توکو او درملو اتحاديو له استازو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ذوالقعده ۲۷مه/غبرګولي ۱۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په پيل د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري د طبي او درملو اتحاديو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې تېر کال يې له مختلفو ټولنو سره غونډې کړي او ستونزې يې اورېدلي، سږ کال هم غواړو چې د ولس ستونزې او مشکلات واورو.

د هيواد د روغتيايي توکو او درملو د توليد اتحاديو استازو د اجنډا له مخې په نوبت سره خبرې وکړې او په ګمرکاتو کې، د دارو او درملو د مالياتو، نرخنامو، د وارداتي بندرونو، د خوړو او درملو د طرزالعمل په اړه يو لړ ستونزې شريکې کړې او د بهرنيو مؤسساتو په اړه يې زياته کړه چې هغوی بايد داخلي توليداتو څخه استفاده وکړي.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د يادو اتحاديو استازو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت غواړي چې د درملو توليد په برخه کې خودکفا شي او په دې اړه اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی فرمان هم صادر کړی چې هيوادوال بايد له خپلو داخلي توليداتو څخه استفاده وکړي.

همدراز يې د غونډې ګډونوالو ته وعده ورکړه چې ستاسو ستونزې او وړاندیزونه به تر لوړو مقاماتو ورسوي او د اسلامي امارت دروازې ستاسو په مخ خلاصي دي او هر ډول ستونزه مو اوري.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوي وه، د خير په دوعا سره پای ته ورسېده.