د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هيواد د خيريه بنسټونو له استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هيواد د خيريه بنسټونو له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د هيواد د خيريه بنسټونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه (ذوالقعده ۲۰مه/ غبرګولي ۹مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري د خيريه بنسټونو مسؤلينو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې تر اوسه يې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره لسګونه غونډې کړي، د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې اورېدلي او د حل لارې چارې يې ورته برابرې کړي دي.
په غونډه کې د خیريه بنسټونو مسؤلينو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې تر اوسه يې د میليونونو افغانيو په ارزښت له سيلاب ځپلو، يتيمانو، اړمنو او کونډو هېوادوالو سره مرستې کړي او د هغوی لاسنيوی يې کړی.

په پای کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس، د خيريه بنسټونو د خدماتو د قدردانۍ ترڅنګ خوښي وښوده او پخپلو خبرو کې يې زياته کړه چې په ټولو کې غوره انسانان هغه دي چې خلکو ته یې خير ورسيږي او د اړمنو خلکو مرسته او لاسنيوی کوي.
نوموړي د خيريه بنسټونو استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې مرستې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورسوي او بيوزلو او طبيعي افاتو پر مهال اغيزمن شويو هېوادوالو سره همکاري وکړي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.