د نيمروز ولايت د څو برېښنايي او ودانيزو توکو پروژو افر پرانيسته وشوه

د نيمروز ولايت د څو برېښنايي او ودانيزو توکو پروژو افر پرانيسته وشوه
د نيمروز ولايت زرنج هوايي ډګر لپاره د برقي او ساختماني موادو، د ۵۶ قلمه تجهيزاتو، نصب، منتاژ او کميشننګ او د نيمروز ولايت محبس مديريت ته د ۳۴ قلمه برقي او ودانیزو توکو او همدا راز د دې ولایت د عملياتي ريزرف کنډک لپاره د ۳۴ قلمه برقي تجهيزاتو او ساختماني موادو پروژې افر پرانيسته وشوه.
د ملي تدارکاتو رياست د افر پرانيستې دغه ناسته نن(ذوالقعده ۱۸مه/غبرګولي ۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، چې په کې مسؤلينو، د افر پرانيستې پلاوي او د دواطلبو شرکتونو استازو هم ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د امارتي ادارو لپاره د داوطلبۍ پروژو افر پرانيسته ترسره کوي او د ياد رياست د مسؤلینو په وينا چې دا پروژې په شفاف ډول ترسره کيږي او په کې د هیچا حق نه تلف کيږي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.