پکتيا کې د ظرفيت لوړونې درې ورځنی سيمنار پيل شو

پکتيا کې د ظرفيت لوړونې درې ورځنی سيمنار پيل شو
د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د پکتيا ولایت د ملکي خدمتونو ادارو رئيسانو، امرينو او کارکوونکو لپاره د «شورا او جلسې» تر نامه لاندې د ظرفيت لوړونې درې ورځنی سيمنار د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو.
د سيمنار په پرانيستغونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزادنور راشد وويل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره د الکترونيکي ازموينو له لارې وړ او مسلکي کسان په دندو ګماري؛ ترڅو په ښه توګه هېواد ته خدمت وکړي.
ښاغلي راشد په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به په پکتيا ولايت کې هم د الکترونيکي ازموينو مرکز پرانيستل شي، ترڅو د پکتيا څخه امارتي بستونو ته کانديدان په اسانۍ سره وکولی شي ازموينه ورکړي.
په دې غونډه کې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد په خپلو خبرو کې دا ډول روزنير پروګرامونه ګټور وبلل او زياته يې کړه چې د کارکوونکو په مسلکي روزنه باندې بايد ډېر تمرکز وشي او له کارکوونکو يې وغوښتل چې په خپلو ورسپارلو شويو مسؤليتونو کې په اخلاص، صداقت او ايماندارۍ کار وکړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.