د خیرخوا مارکيټ د دوکانو کرایې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د خیرخوا مارکيټ د دوکانو کرایې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
په کابل ښار کې د خیرخوا الکترونيکي کمپلکس د دوکانو او دفترونو د پرانيستو او کرايو ټاکلو په اړه د پانګونې اسانتیا رياست، ماليې وزارت، افغان ملي بانک استازو او خيرخوا الکترونيکي کمپلکس د پانګوالو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن يکشنبه(ذوالقعده ۱۷مه/ غبرګولي ۶ مه) د چارو ادارې لوی ریاست په عمومي تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجینر احمدضياء خالد د خیرخوا الکترونيکي کمپلکس د دوکانونو او دفترونو د کرايې ټاکلو په اړه وويل چې د ياد کمپلکس د دوکانونو او دفترونه کرايې ټاکنې په اړه بايد له داسې يوې طريقې کار واخيستل شي چې د دوکاندارانو، پانګوالو او متضررينو په ګټه وي او څوک په کې زيان ونه ويني.
همدا راز په دې غونډه کې د ماليې وزارت او افغان ملي بانک استازو هم د موضوع په تړاو خپل نظريات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې لازمه ده د بازار وضعيت ته په کتو په عادلانه توګه کرايې وټاکل شي.
په غونډه کې د پانګونې اسانتيا رئيس پرېکړه وکړه چې د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس د دوکانونو او دفترونو کرايه دې هم د څنګ د مارکېټونو د کرايو په اندازه وټاکل شي او زياته يې کړه چې د اړوندو ارګانونو له استازو څخه دې يوه پنځه کسيزه کمېټه تشکيل شي، ترڅو د يادې پروسې چارې پر مخ يوسې.
د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس چې د کابل ښار نادر پشتون واټ کې موقعیت لري، د (32.08) میلیون امریکایي ډالرو پر پانګونې جوړ شوی، چې چارې يې تېر کال پيل شوې، دا پروژه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت «ډیزاین، اعمار او تمویل» څخه په ګټه اخستنه او انتقال د (DBFO) پر ماډل جوړ شوی.

ياد کمپلکس چې په (۹) پوړونو کې جوړ شوی، په مجموعي توګه (۱۲۷۸) دوکانونه، (۷۹) دفترونه او دوه د موټرو تمځايونه لري چې د (۱۶۸۰) عرادې وسایطو د پارک کولو ظرفيت لري، همدا راز په دې کمپلکس کې رسټورانټ، شنه ساحه او د ورزش لپاره مناسب ځایونه په پام کې نيول شوي دي.
د پروژې د ډیزاین، جوړولو، تمویل، حفظ او مراقبت او ګټه اخيسته به د قرارداد د اجراء له نېټې ( Effective Date) تر (۳۰) کلونو پورې په خصوصي سکتور پورې اړه لري، وروسته ټول تأسیسات او د پروژې ملکیت پرته له کومې ورکړې اسلامي امارت ته سپارل کېږي.
د نن ورځې غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.