د رياست الوزراء د هدايت په اساس د افغان ملي ماڼۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د رياست الوزراء د هدايت په اساس د افغان ملي ماڼۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو د حل په اړه له اړوندو ارګانونو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

دا غونډه چې نن سه شنبه (ذوالقعدې ۱۲مه/غبرګولي لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د قراردادونو د تصفيې او تفکيک کمېټې، د کابل ښاروالۍ او افغان ملي بانک استازو هم ګډون کړی او ګډونوالو د افغان ملي ماڼۍ د مالياتو په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.

په دغه ناسته کې د موضوع په تړاو د اړوندو ادارو استازو خپل نظريات او د قضيې اړوند سندونه وړاندې کړل او د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست څخه يې وغوښتل چې د افغان ملي ماڼۍ ستونزو ته رسيدنه وکړي.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس د قضيې د طرفينو نظريات واورېدل او د کابل ښاروالۍ له استازو څخه يې وغوښتل چې د عزيزي ګروپ د مالياتو د ورکړې جزيات او تفصيل دې مشخص کړي او د چارو ادارې سره دې شريک کړي.

همدارنګه ښاغلي منصور د افغان ملي بانک استازو ته دنده وسپارله چې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست سره د افغان ملي ماڼۍ د قرارداد معلومات شريک کړي؛ ترڅو په راتلونکي غونډه کې يې په اړه تصميم ونيول شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.