د ډبرو سکرو د بارګيرۍ او تخليې په برخه کې د پانګونې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د ډبرو سکرو د بارګيرۍ او تخليې په برخه کې د پانګونې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست، ټرانسپورټ او هوايي چلند، کور او ښار جوړونې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او بلخ مايار د ودانيزو چارو او سرک جوړونې شرکت د استازو ترمنځ په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارګيرۍ او تخليې په برخه کې د پانګونې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن شنبه ( ذوالقعده ۱۶مه/ غبرګولي ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني وويل؛ موږ د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام د احکامو او هداياتو په اساس ژمن يو چې په هېواد کې د پانګونې په برخه کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړو.
نوموړي همدا راز وويل چې په بلخ کې د ډبرو سکرو د تخليې او بارګيرۍ په اړه د اړوندو ادارو تخنيکي ټيمونو د نظرياتو په پام کې نيولو سره هڅه کوو چې دا چارې په معياري او اصولي توګه سرته ورسيږي.
په غونډه کې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل تخنيکي نظريات وړاندې او په دې برخه کې يې د اړوندو ادارو همکاري اړينه وبلله.
په پای کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې له لوري د يادې پروژې د عملي پيل لپاره خپل وړانديزونه ياد شرکت سره شريک کړل او پرېکړه وشوه چې د بلخ مایار ساختماني او د سرک جوړونې شرکت دې خپله توافقنامه په رسمي توګه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا ریاست سره شريکه کړي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.