د ستراتيژۍ او پاليسۍ رئيس؛ د افرونو پرانيسته کې د هيچا حق نه ضايع کيږي

د ستراتيژۍ او پاليسۍ رئيس؛ د افرونو پرانيسته کې د هيچا حق نه ضايع کيږي
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکارتو رياست د افغانستان برښنا شرکت اړوند «Procurement of Equipment & Software for Upgrading of Central Dispatching System, Digitalization and Automation of Station & Substations required by SCADA Department of DABS» پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.
په دې اړه غونډه چې نن شنبه (۱۶ ذوالقعده/ ۵ غبرګولي) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس مولوي اسلام الدين عثماني د داوطلبو شرکتونو د استازو له ګډون څخه خوښي وښوده او ډاډ يې ورکړ چې د افرونو په پرانيسته کې د هيچا حق نه ضايع کيږي او دا پروسې په شفاف ډول ترسره کيږي.
ښاغلي عثماني زياته کړه چې ملي تدارکاتو رياست په دې هڅه کې دی چې حق خپل حقدار ته وسپاري او په وينا يې چې تر اوسه د داوطلبۍ په دې بهير کې له ملي تدارکاتو رياست څخه کوم شکايت نه دی شوی.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.