د پانګونې اسانتيا رئيس د روغتيايي توکو او وسايلو د توليد فابريکو له مسؤلينو سره وليدل

د پانګونې اسانتيا رئيس د روغتيايي توکو او وسايلو د توليد فابريکو له مسؤلينو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر مولوي احمد ضياء خالد د روغتيايي توکو او وسايلو د توليد فابريکو مسؤلينو سره چې د کابل، کندهار، ننګرهار او هرات زونونو کې فعاليت کوي؛ وليدل.
دا ناسته چې شنبه (ذوالقعده ۱۶مه/ غبرګولي ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، په کې د روغتيايي توکو او وسايلو د توليد فابريکو استازو د خپلو توليداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د فابريکو استازو وویل په داسې حال کې چې په کور دننه په ښه کيفيت روغتيايي توکي او وسايل توليديږي، خو د سيمي او ګاونډيو هيوادونو څخه بې کيفيته توکي افغانستان ته وارديږي، چې په وينا يې د هېواد په بازانونو کې په کورنيو توليداتو اغيز کړی دی.
په غونډه کې انجينر مولوي احمد ضياء خالد وويل؛ اسلامي امارت تصميم لري ترڅو تر هر څه ژر د هېواد په ګمرکونو کې د وارداتو د کيفيت کنټرول په اړه سکنرونه نصب کړي، ترڅو هېواد ته د بې کيفيته توکو د وارداتو مخنيوی وشي.
نوموړي همدا راز د يادو فابريکو له استازو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به يې د حل لپاره له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او وړانديزونه به يې له يادښتونو سره د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.