د کابينې دوه ويشتمه غونډه؛ د سرکونو اندازې او حريم معلومولو مسوده تائيد شوه

د کابينې دوه ويشتمه غونډه؛ د سرکونو اندازې او حريم معلومولو مسوده تائيد شوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دوه ويشتمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «ذوالقعده ۱۱مه/ غوايي ۳۱مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري په هېواد کې د وروستيو سيلابونو له امله د شهيدانو، ټپيانو او پېښ شويو مالي زيانونه په اړه ارقام او معلومات وړاندې شول او د ښاغلي رئيس الوزراء له لوري اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وشوه ترڅو زيانمنو شويو خلکو سره مرسته وکړي او هغوی ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.
د کابينې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سرکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تائيد شوه او ياد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي او د لويو لارو په اوږدو کې د سرک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د ترافيکو لوی رياست ته دنده وسپارل شوه چې د ترافيکو اړوند طرحه دې له مربوطه ارګانونو سره شريکه کړي او تر بيا کتنې وروسته دې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ د ټرانسپورټ عالي کميسيون ته وړاندې کړي او وروستی ګزارش دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.