يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کابل ښار شپږمې ناحيې، کارته سه په لومړي ګذر کې يو باب کور تر هر اړخيزې پلټنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

نن ورځ يکشنبه د (ذوالقعدې ۱۰مه/ غوايي ۳۰مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست رئيس مولوي عبدالباري عاطف وويل دا د ياد رياست مسؤليت دی چې کورونه او جايدادونه تر څېړنې او پلټڼې وروسته خپلو اصلي مالکينو ته وسپاري.

سيد محمد نعيم کامل د سيد محمد حسين زوی چې د کابل ښار اصلي اوسېدونکی دی او د ياد کور اصلي مالک دی، د چارو ادارې لوی رياست له مسؤلينو د مننې ترڅنګ خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د کور د بېرته ترلاسه کولو لپاره يې ياد رياست ته مراجعه وکړه، چې له پلټنې او څېړنې وروسته يې کور راته وسپاره.

همدارنګه مولوي عبدالباري عاطف زياته کړه چې د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ هڅې کوي تر څو حق خپل حقدار ته وسپاري، چې په همدې اساس د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې يې تر اوسه ۱۳۳ کورونه او اپارتمانونه خپلو اصلي مالکينو ته سپارلي دي.