د رهبرۍ پراختيا او مديريتي مهارتونو زده کړييز پروګرام څخه ۳۲۴ تنه فارغ شول

د رهبرۍ پراختيا او مديريتي مهارتونو زده کړييز پروګرام څخه ۳۲۴ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د رهبرۍ پراختيا او مديريتي کارېدونکو مهارتونو زده کړييز پروګرام پای غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې نن پنجشنبه «ذوالقعده ۷مه/ غوايي ۶مه» د اداراي اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې د چارو ادارې لوی رئيس، د سرحدونو او قبایلو چارو، کور او ښار جوړونې سرپرست وزيرانو، ملي راډيو تلويزيون رئيس، لوړو زده کړو، اقتصاد وزارت مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ اسلامي امارت له فتحې مخکې هم په سختو شرایطو کې د مسؤلينو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرامونه ترسره کول او اوس بايد په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.

نوموړي زياته کړه له تخصص او مهارتونو سره سره بايد مسؤلين او کارکوونکي تواضع او اخلاص ولري، له کبر څخه ځان وساتي او په ټولو چارو کې د الله تعالی رضا په نظر کې ونيسي.

په دې غونډه کې د‌ اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزادنور راشد وويل؛ په داسې روزنيزو پروګرامونو کې امارتي کارکوونکي د مديريت او رهبرۍ په برخه کې د زده کړيو مهارتونو په اساس د ادارو مديريت په ښه توګه ترسره کوي چې په حکومتولۍ کې ګټور ثابتيږي.

همدا راز د غونډې ویناوالو په حکومتولۍ کې د رهبرۍ او مديريت په اړه هر اړخيزې ويناوې وکړي او د کارکوونکو او مسؤلينو لپاره يې په دې برخه کې د زده کړیيزو پروګرامونو جوړښت اړين وباله.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو په وينا د‌ رهبرۍ پراختيا او مديريتي کارېدونکو مهارتونو زده کړه ييز پروګرام په دوو دورو کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۳۲۴ تنه کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.