يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست له لوري د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند شیخ زاید(عربانو) ښارګوټي کې يو باب اپارتمان له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
نن ورځ چهارشنبه (شوال المکرم ۲۹ مه/ غوايي ۱۹ مه) د ياد رياست يو تن مسؤل مولوي لعل محمد برهاني وويل د دغه اپارتمان اصلي څښتن د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته په هيواد کې نه و او اپارتمان يې بې برخليکه پاتې و چې د ياد رياست له لوري مهر و لاک شوی و او په وينا يې چې له هر اړخيزو پلټنو او څېړنو وروسته ثبت او نن اصلي مالک ته وسپارل شو.
محمد رفيع چې د خاصيت شاه زوی او د بدخشان ولايت اوسېدونکی دی، لا هم له هېواده بهر دی چې د خپل وکيل صبغت الله د نعمت الله زوی په واسطه يې، د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست ته د رمضان المبارک په ۲۱ مه د خپل کور د بېرته ترلاسه کولو لپاره عرېضه کړې وه.
د اپارتمان د اصلي مالک وکيل د چارو ادارې له لوی رياست څخه د مننې ترڅنګ وويل چې ياد اپارتمان د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست د مسؤلينو له هر اړخيزې څېړنې وروسته نن ورځ راته تسليم شو.
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې له امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ هڅه کړې تر څو حق خپل حقدار ته وسپاري چې په همدې اساس دا ۱۳۱ کور دی چې خپل اصلي مالک ته سپارل کېږي.