د بګرامیو پل څخه تر بني حصار پورې د سرک جوړونې پروژې افر پرانیسته وشوه

د بګرامیو پل څخه تر بني حصار پورې د سرک جوړونې پروژې افر پرانیسته وشوه

د ا.ا.ا چارو ادارې ملي تدارکاتو ریاست د بګرامي پله څخه د بني حصار پله ته نږدې د سرک ساختماني چارو پروژې افر پرانیسته د یو شمېر داوطلبو شرکتونو او د افر پرانیستې هیئت په حضور کې ترسره کړه.

د افر پرانیستې دغه غونډه نن يکشنبه «شوال المکرم ۱۹مه/غویي۹مه» وشوه چې پکې د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د ګډونوالو شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او د شرکتونو له استازو یې وغوښتل چې شرکتونه دې د پروژو پر وړاندې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت نظام کې عدل او انصاف شته او د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي ترڅو حق حقدار ته ورسوي.

د ملي تدارکاتو ریاست تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو پای کې وویل چې د الله تعالی او بندګانو حقوقو ته باید پام وکړو، یو بل سره همدردي ولرو او د یو بل اړتیاوو ته رسیدنه وکړو.