د خیرخواه مارکیټ د مشارکتي قرارداد نهایي کولو اړوند درې اړخیزه غونډه وشوه
د خیرخواه مارکیټ د مشارکتي قرارداد نهایي کولو اړوند درې اړخیزه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د خیرخواه مارکيټ له استازو سره د ياد مارکېټ د بازارموندنې مشارکتي قرارداد نهايي کولو په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (شوال لمکرم۱۳مه/ غوایي۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست کې ترسره شوه، پخپلو مقدماتي خبرو کې د پانګونې اسانتیا رئيس انجنیر احمد ضیاء خالد خوښي وښوده چې د خيرخوا کمپلکس د جوړېدو چارې بشپړې شوې او اوس يې د بازارموندنې لپاره په مشارکتي قرارداد کار کيږي.
نوموړي د خیرخواه مارکېټ له پانګوالو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې يې دا پروژه چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته لومړۍ پروژه ده؛ په ښه توګه سرته ورسوله او زياته يې کړه چې افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.
په غونډه کې همدا راز د ماليې وزارت او کابل ښاروالۍ استازو هم خپل نظريات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په دې اړه بايد داسې يوه طرحه چمتو شي چې سوداګر، متضرر او نور اړخونه په کې زيان ونه ويني.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې و، د خير په دعا پای ته ورسېده.