کابل ښار کې د ۸۸۸ جريبه ځمکې ستونزې د حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

کابل ښار کې د ۸۸۸ جريبه ځمکې ستونزې د حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي تقنيني او قضايي چارو رياست له کابل ښاروالۍ، کرکټ بورډ عمومي رياست او الوخيلو قومي مشرانو استازو د کابل ښار الوخيلو سيمه کې د ۸۸۸ جريبه ځمکې د ستونزو حل په اړه غونډه وکړه. 

دا غونډه چې نن دوشنبه (شوال المکرم۱۳مه/ غويي ۳مه) د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د کابل ښاروالۍ، کرکټ بورډ عمومي رياست او الوخيلو قومي مشرانو ګډون کړی و. 

په غونډه کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور پخپلو مقدماتي خبرو کې د الوخيلو سيمه کې د يوې اندازې ځمکې د استملاک او د سيمې د خلکو د ملکيت او عدم ملکيت حق په اړه معلومات وړاندې کړل. 

همدا راز ښاغلي مولوي منصور د موضوع په اړه د کابل ښاروالۍ او الوخيلو قومي مشرانو نظريات واورېدل او زياته يې کړه چې اسلامي نظام هڅه کوي چې په هېواد کې د هيچا حق ضايع نشي. 

په غونډه کې پريکړه وشوه چې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست به د امارت د قضایاوو عمومي رياست څخه په دغه سيمه کې د ځمکې د استملاک، د خلکو د ملکيت او عدم ملکيت حق ثابتولو په اړه معلومات ترلاسه کړي او وروستی ګزارش به د رياست الوزراء مقام سره شريک کړي. 

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.