د ملي دفاع وزارت اړوند د ۶ قلمه روغنياتو د افر پرانیستې غونډه ترسره شوه

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۶ قلمه روغنياتو د افر پرانیستې غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو، جزوتامونو او قطعاتو اړوند د ۶ قلمه وسایطو روغنياتو د افر پرانیستې غونډه د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه چې نن يکشنبه (شوال المکرم ۱۲مه/غوايي ۲مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او يې ويل چې ټول اعمال له نيت پورې تړاو لري او په وينا يې چې د خپلو چارو د سرته رسولو په برخه کې باید اخلاص او امانتداري په نظر کې ونیسو.
همدا راز نوموړي زياته کړه چې خپلې چارې او کړنې بايد په اخلاص ترسره کړو او د پروژو په تطبيق کې د الله تعالی رضا او ولس ته خدمت په نظر کې ونيسو، چې په دې سره به مو هم خپل ځان او ملت ته خدمت کړی وي او هم به مو د الله تعالی رضا ترلاسه کړې وي.
ښاغلي محمدي د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د پروژو افر پرانيستې په شفاف ډول ترسره کيږي، د هپچا حق به په کې نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.