د کابل ښار د آبريزو پروژې په اړه د لاسته راوړنو ګزارش نهايي شو

د کابل ښار د آبريزو پروژې په اړه د لاسته راوړنو ګزارش نهايي شو
د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست او د اړوندو ادارو استازو د کابل ښار آبريزو پروژې په اړه د ټاکل شوي هيئت د لاسته راوړنو ګزارش په اړه بحث او نظريات وړاندې کړل او په دې غونډه کې ياد ګزارش نهايي شو.
په دې اړه غونډه چې نن سه شنبه(شوال المکرم۷مه/وري ۲۸مه)د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د دې ادارې په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو او د چاپیريال ساتنې ملي ادارې، د جیودیزي او کارتوگرافي رياست او کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د يادو ادارو استازو د چاپيريال ساتنې، اقتصاد، هایدرولوژۍ محاسبو، کاري پلان، د بشري سرچينو اټکل، د کابل ښار د آبرېزو د تطبيق عيني ساحو اړوند خپل نظريات وړاندې کړل.
د کابل ښار د ابريزو پروژې ګزارش په اړه په ياده غونډه کې هر اړخيز بحث وشو او ياد ګزارش يې توحيد او نهايي کړ، چې د اسلامي امارت اړوندو مقاماتو ته به د تصميم نيونې په موخه وړاندې شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.