د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ملي تدارکاتو رياست مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د چارو د لاښه ترسره کولو په موخه د مسؤلينو او کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ او تشويق غونډه ترسره شوه او د راتلونکو فعاليتونو د لاچټکتيا په اړه بحث وشو.
دا غونډه چې نن سه شنبه(شوال المکرم ۷مه/ وري ۲۸مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ په پيل کې د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي وويل چې ياد رياست تېرکال د تدارکاتو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او په وينا يې چې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ګڼ شمېر تدارکاتي پروژې يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي دي چې په دې برخه کې نږدې پنځه ميليارده افغانۍ سپما شوې ده.
همدا راز ښاغلي صديقي زياته کړه دا رياست د ملت کور دی او هر مسؤل ته لازمه ده چې خپل مسؤليت په اخلاص او ايماندارۍ سرته ورسوي او له کارکوونکو يې وغوښتل چې له بې ځايه رخصتيو ډډه وکړي.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي مسؤلين بيت المال ته د ښه خدمت لپاره وهڅول او زياته يې کړه چې خپل مسؤليت بايد په ښه توګه ترسره شي، ترڅو د الله تعالی د رضا سبب وګرځي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.