ټولې دولتي ادارې دې تر راتلونکو لس ورځو د خپلو مقاماتو د شتمنیو د ثبت اسناد وسپاري
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې ناسته کې، چې د یو شمېر وزارتونو او ادارو مرستیالانو او استازو ګډون درلود؛ د چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د ناستې پر وخت، ډاکټر محمد رفیع پوپل وویل، چې د دولتي کارکوونکو د شتمنیو ثبت او څېړنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی، ځکه چې افغان حکومت نړیوالې ټولنې سره د فساد پر وړاندې د مبارزې تعهد کړی.
د شتمنیو د ثبت او څېړنو رئیس عبدالودود بشریار په دغه ناسته کې، د دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې د ارزښت، ثبت شویو اسنادو او په دې برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغې ناستې په پای کې، پریکړه وشوه چې ټولې دولتي ادارې به تر راتلونکو لسو ورځو د خپلو مقاماتو د شتمنیو د ثبت اسناد د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د شتمنیو د د ثبت ریاست ته واستوي. همدا شان به، ټولې ادارې د خپلو بشري سرچینو رئیسان یاد شوي ریاست ته د استازو په توګه یې معرفي کړي.