د لاجورد لارې په مسیر کې د صادراتو د وضعیت او اسانتیاوو د زیاتوالي په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت تعقیبي غونډه وشوه
د لاجورد لارې په مسیر کې، د صادراتو وضعیت د څرنګوالي او هلته د اسانتیاوو د زیاتوالي په تړاو، د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت تعقیبي غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا د واحد له لوري جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورت او مالیې وزارتونو استازو ګډون درلود؛ د لاجورد لارې اړود د اسانتیاوو د رامنځته کیدو په لاړه بحثونه او د نظرتبادله وشوه.
د بهرنیو چارو وزارت استازي د لاجورد مسیر د فعالولو، د ویزې او ترانزیت د ستونزې د حل او ذیدخلو هېوادونو سره د هوکړه لیکونو په اړه د خپلو اقداماتو یادونه وکړه.
دغه راز، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازي د لاجورد مسیر د صادراتو د اسانتیاوو، شته فرصتونو او له لاجورد لارې څخه د ګټې اخیستو د ننګونو په اړه معلومات شریک کړل. هغه وویل.، چې د افغان سوداګرو د سوداګري محمولو نا ستنډرد والی، لوړ تناژ او ژبې سره د موټر چلوونکو نا اشنایي په دې برخه کې لویې ستونزې دي.
د مالیې وزارت استازي د لاجورد لارې په مسیر کې د بندرونو او سرحدونو په اړه پر رامنځته شویو اسانتیاوو خبرې وکړې او ویې ویل، چې هلته د شته ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې ټرانسپورت وزارت به موټر چلوونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، بهرنیو چارو وزارت به د ویزې او ترانزیت ستونزه حل او مالیې وزارت به دهېواد بندرونو کې لازمې اسانتیاوې مساعدوي. دغه راز پریکړه وشوه، چې د شته ستونزو د څېړلو لپاره به یوه مشخصه کاري کمېټه رامنځته کړل شي.