د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال له سوداګرو او د قالین پلورنې ټولنې غړو سره ولیدل
یو شمېر سوداګرو او د قالین پلورنې ټولنې غړو د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل سره د خپلو ستونزو، د قالینو د صادراتو د څرنګوالي او په هېواد کې د قالینو صنعت د پياوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال د قالینو د سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د قالینو د صادراتو په برخه کې د حکومت د وروستیو اقداماتو معلومات ورکړل او ویې ویل: د قالینو د صنعتي پارکونو د جوړیدو لپاره په ټولو ولایتونو کې کار روان دی. د دې ترڅنګ په چابهار بندر کې، د هېواد د صادراتو اسانتیاوې زیاتې شوي.
ښاغلي پوپل دغه راز، په یاد شوي بندر کې سوداګرو ته د دفتر، صادراتي اقلامو ګودام او یوه بانک د نمایندګۍ جوړول، د تعرفې کمیدل او نورې اسانتیاوې له هغو مواردو یاد کړلو چې حکومت د اړوند هېواد په همکارۍ سوداګرو ته رامنځته کړي.