د کارګو او مسافرو ټرمينلونو جوړولو په اړه له بنګله ديشي پانګوالو سره انلاین غونډه وشوه

د کارګو او مسافرو ټرمينلونو جوړولو په اړه له بنګله ديشي پانګوالو سره انلاین غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس په مشرۍ د دې رياست تخنيکي ټيم د بنګله دېش له يو شمېر پانګوالو سره په افغانستان کې د کارګو او مسافرو ټرمينلونو جوړولو په اړه انلاين غونډه وکړه او دواړو لوريو د موضوع په اړه يې نظريات شريک کړل.

دا غونډه چې نن سه شنبه (رمضان المبارک۲۳مه/ وري ۱۴مه) په انلاين بڼه جوړه شوې وه؛ په کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس وويل چې د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ وروسته په هېواد کې امنيت تأمين شوی دی او ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د بل هر وخت په نسبت د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده.

په دې انلاين ناسته کې د بنګله دېش يو تن پانګوال حسن حيدر په افغانستان کې د مسافرو او کارګو ټرمينلونو جوړولو په اړه د پانګونې اسانتيا رياست له تخنيکي ټيم سره معلومات شريک کړل او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې يې د پانګونې په اړه چمتوالی څرګند کړ.

د پانګونې اسانتيا رئيس وويل؛ په افغانستان کې اوسمهال چينايي، ترکي، امريکايي او د يو شمېر نورو هېوادونو شرکتونه په بېلابېلو برخو کې پروژې ترسره کوي او زياته يې کړه چې اوسمهال په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو پانګوالو لپاره ښه فرصت او اسانتياوې رامنځته شوي دي.

په پای کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره چې په افغانستان کې د پانګونې ليوالتيا لري؛ له خپل لوري يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له بنګله ديشي پانګوالو څخه يې وغوښتل چې خپلې طرحې او پرپوزل د پانګونې اسانتيا رياست سره شريک کړي، ترڅو د پانګونې په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې کړي.