کندز ولايت کې د ځنګلونو غصب شويو ساحو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

کندز ولايت کې د ځنګلونو غصب شويو ساحو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست له لوري د ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو ترمنځ د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې د غصب شويو ځنګلو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ غونډه وشو.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (رمضان المبارک ۲۲مه/ وري۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قرانکريم له تلاوت وروسته، د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور امام صاحب ولسوالۍ ته د يادې موضوع په اړه د تللي پلاوي د سفر ګزارش وړاندې کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه ترڅو ياده موضوع واضحه شي او په اړه يې ځانګړی تصميم ونيول شي.
په غونډه کې د اړونده ادارو استازو د موضوع په اړه ويناوې وکړې، د يادې ستونزې اړوند يې خپل نظريات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د سيمه ييزو مسؤلينو همغږي او همکاري اړينه وبلله.
د يادو ادارو استازو وويل چې د کندز امام صاحب ولسوالۍ د خلکو له لوري غصب شويو کورونو تخليه کولو په بدل کې بايد هغوی ته په نورو سيمو کې ځمکې ورکړل شي.
په پای کې مولوي عبدالباقي منصور پرېکړه وکړه چې د يادې موضوع لپاره بايد يو پلاوی وټاکل شي، ترڅو کندز ولايت ته سفر وکړي، سيمه له نږدې وګوري او ګزارش يې د چارو ادارې لوی رياست سره شريک کړي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.