د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د طرزالعمل مسوده نهايي شوه

د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د طرزالعمل مسوده نهايي شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د طرزالعمل مسوده د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۹) فرمان مطابق له څو پرله پسې غونډو وروسته نهايي شوه.

په دې اړه غونډه نن پنجشنبه(رمضان المبارک۱۸مه/وري۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرې جوړه شوې وه.

په غونډه کې مولوي عبدالباقي منصور وويل د دغه طرزالعمل مسوده د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کارونو د تنظيم د شرعي اصولو په رڼا کې په شپږو فصلونو او ۴۳ مادو کې نهايي شوه او ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت عالي مقام ته د توشيح لپاره ولېږل شي.

د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د هغو کورونو او جایدادونو څارنه، تفکيک، تثبيت چارې سرته رسوي چې د اسلامي امارت د بيا حاکمېدو وروسته په غیر اصولي ډول د اشخاصو له لوري نيول شوي وي، د خپل فعاليت په سرته رسولو سره يې خپلو اصلي مالکينو ته تسليموي.

دغه غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.