هلمند؛ لښکرګاه ښاروالۍ تېر کال د ۲۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۷ پروژې پلې کړي

هلمند؛ لښکرګاه ښاروالۍ تېر کال د ۲۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۷ پروژې پلې کړي
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست اړوند د هلمند لښکرګاه ښاروالۍ مسؤلينو له لوري د تېر لمريز کال د حساب ورکولو په غونډه کې په دې ولایت کې د يو شمېر ترسره شويو پروژو په اړه د هلمند ولسونو او رسنيو سره معلوما شريک شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه(رمضان المبارک ۱۷مه/ وري ۸مه) د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې جوړه شوې وه، په کې د يادې ښاروالۍ ښاروال مولوي عبدالله روحاني، ولایتي مسؤلینو، ګذر وکيلانو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
مولوي عبدالله روحاني پخپلو خبرو کې د لښکرګاه ښاروالۍ د پراختيا پروژو، تنظيف، سرسبزۍ، ټرانسپورټ او نورو اړوندو برخو کې د تېر کال د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې هڅه کوي؛ ترڅو د ښاروالۍ په برخه کې د هلمند ښاريانو ته معياري او ډېر خدمات وړاندې کړي.
په غونډه کې د ښاروالۍ د محاسبې او عوايدو مديريت د مسؤلينو له لوري د عوايدو په اړه معلومات وړاندې شول چې له مخې يې تېر کال يادې ښاروالۍ دوه سوه پنځه دېرش(۲۳۵) میلونه افغانیو عوايدو اټکل کړی و، چې پر بنسټ يې په ۱۷ پراختيايي پروژې پلې کړي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د يادې ښاروالۍ د مسؤلينو په وينا په دې پروژو کې د سرکونو قير او هوارول، د پارکونو، ګلدانونو، د ولايت دخولي دروازو، کانالونو او ښاروالۍ تخنیکي وسایطو ترمیم، څلور لارو جوړولو او ترميم، سولر سیستم جوړول او نورې برخې شاملې وې.